...

میرزا حنان بارکزی

دا څښتن چې پر بنده باندې کرم کا

له انکاره یې باور وته محکم کا

دا د کفر توره شپه به ځنې پاڅي

چې په زړه یې له اسلامه صبحدم کا

ذميمه به یې بدل په حميده شي

ترو سفر به د مقصود په لوري سم کا

له مجازه به قدم پر حقيقت ږدي

او وقتي به له دايمه سره ضم کا

هر يو زړه د مولی عرش دی بې ګمانه

که له غېرو پاکيزه دغه حرم کا

د ربت جهان به یې له ځانه سر هېر شي

يو په يوبه يو الف باندې رقم کا

تجله به دارواح پرې باندې وشي

ورڅرګند به يو بې شله جام دجم کا

چې نه حد نه یې پايان  شه نه یې مثل

بې جهت به ننداره ددغه يم کا

په جهان کې مخلوقات چې څرګنديږي

دغه واړه زندګي په هسې نم کا

حقيقي علم دانش او معرفت دی

نه چې بحث همېشه پر لا ولم کا

هېڅ آواز له څيزه نه شي بې جنبشه

چې څه کوږي دا دريا یې راست وخم کا

دا فلک لکه سرود آشياء تارونه

څه عجب بې مثل آواز په زيروبم کا

زور ور له شش جهته منزه دی

دا نيستي به دې واصل په زړه ملهم کا

لکه غر د وخته لوی په نظر کېښوزي

چې شعله یې په کمال شي صورت کم کا

هر ذاکر یې په بيل بيله نامه بولي

چې دا کل نومونه يو نوم یې اعظم کا

دا هر يو له يوه خواست کا ګوښې ګوښې

بيا دا يو دهر يوه وته نعم کا

که بنده له خپلې چارې درمانده وي

روحاني بادشاه یې زيرمه دحشم کا

نور عالم و پردي غم ته پښې وهينه

او مسکين تل غمخوري د پردي غم کا

چې پر تخت د سلېمان باندې د يو کېناست

او په حکم یې عمل مارو لړم کا

چې په غوږ یې د معنی آب حيات شي

همېشه د خاطر غسل په زمزم کا

ای مېرزا رضا د يار په رضا کېږده

چې قديم دی تل ترتله یې مقدم کا