...

میرزا حنان بارکزی

دی قادر دی چې قدرت کا

هره چار په خپل قوت کا

درسول نوریې پېدا که

بيا له ځانه محبت کا

له وحدته دی راغلی

ننداره په داکثرت کا

له شريکه مستغني دی

واړه چارې بې آلت کا

اول نور یې شه بې مثله

په جهان کې سياست کا

له هوا په ووره راغلی

ګوره يون په څه سنت کا

له دريابه څاڅکی راغلی

په ګياه کې ځان لذت کا

په ووره کې اوبه ګوره

چې پر ګل باندې عربت کا

واړه کړه یې حقيقي دي

په انسان کې یې شهوت کا

دا يوه قطره اوبه دي

ځنې روغ تمام صورت کا

ځنې غوښه ځنې هډ شي

جوړ په جوړ یې په حکمت کا

د مور نس کې یې ساتينه

په فرمان یې تربيت کا

او چې نېه مياشتې وشي

ترو له موره ولادت کا

که شير خوروي طعام نورشي

آخر زده رسم عادت کا

مرا هسق چې رسيده شي

دی څرګند خپل خاصيت کا

برګزيد یې معلی کړ

که دی فهم پر آيت کا

له لاهوته ستغني شه

ځان ګرفتار په څه محنت کا

له ازواجه   سره جفت شي

ترو روزګار په عاديت کا

دا د ځان زېرمه یې پرېښوه

غم د کلي د محلت کا

دنيا غواړي لونه لونه

څو يې عقل کفايت کا

ځنې ځنې پو ونده شي

څوک حاصل له تجارت کا

او بندګي د باد شاهي نو

يا عمل د زراعت کا

يا اموخت شي په حرامو

له حلالو ځان غلت کا

ځنې طمع کاڅه غواړي

ځنې پيل د سوقت کا

د شېطان امرونه نغوږي

زړه بې غمه له قيات کا

هرڅو وقت چې پرې تيريږي

شيرين عمر یې کمامت کا

او ناګاه چې تقدير ورشي

له جهانه به رحلت کا

مال اولاد یې په ښه نشي

هر څه و هېر یې په سکرت کا

نور عالم یې نندارچې دی

زيات اندوه یې قرابت کا

په کفن به یې ونغاړي

چې یې غسل طهارت کا

له حياته به یې واخلي

و اموات یې نزديکت کا

په ګور کې به یې کيږدي

پرې به پاس خاورې حجرت کا

د ژوند پو زړه ښه شي

چې یې قبر پر زينت کا

ترو هرڅوک به ځنې ولاړشي

يک تنهابه یې رخصت کا

نه عزيز ورڅخه وسي

نه محب له ده مدت کا

دا څلور لوټمار به ورشي

يو یو څيز به یې غارت کا

دا اول ملک المنوت دی

چې ارواح به یې منهب کا

او دويم یې وارشان دي

مال او ملک به یې قسمت کا

او دريم چمجي د ګور دي

چې به یې غوښه اکلت کا

څلورم د ده خصات دي

پر عمل یې خصومت کا

فرښتې چې وده ورشي

له توحيد به مسالت کا

له توحيد چې خبر نه وي

په ځواب به ډېر هېبت کا

په عرصات به شرمنده شي

او پرده به ملامت کا

هيڅ حاصل به یې ترونه وي

که دی هر څو فدامت کا

عذاب به یې شي په بخره

روځ په روځ به یې زيارت کا

خدای رسول دی نزول کړی

چې کوتاه به یې حجت کا

ترو سړي لره بايده وي

چې طلب د هدايت کا

چې یې دا منزل دوړاندې

زړه یې څشکل فراغت کا

د کامل لاړ وې وغواړي

په اخلاص دې شقت کا

د ښي خليفه دا دی

چې زنده د ده سنت کا

له نا قصه دا دی

پر کامل دې اردات کا

اداد ت د طالب دا دی

چې فاني رسم عادت کا

او طالب لره بايده دي

چې رښتيا د پير خدمت کا

د ريښتني لار دغه ده

چې عمل پر شريعت کا

د اسلام پينځه بنا دي

مؤمنان دې تا بعت کا

ناروا دروغ دې پريږدي

او پرهېز دې له غېبت کا

چې پرشريعت ثابت شي

ترو دی يون په طريقت کا

ددې لارې خطر ډېر دی

مګر تګ په ډېر همت کا

طريقت د فرښتو هوني دی

چې بندګي په هر ساعت کا

دغه زړه په مثال تخت دی

پرې دوه څيزه عداوت کا

دا يو ګروه دی د نېک بختو

بل فرمان دشقاوت کا

هره ګروه چې زور ور شي

پرې څرګند به علامت کا

که په نغوته د شېطان شي

دی به خوار په ضلالت کا

هر عمل به یې سيزينه

لکه بل اور د غېرت کا

چې په نغوته د فرښتو شي

په پاکۍ به عبادت کا

(دغه) ځای د راضيه دی

هر چې وزن شقلت کا

مستقيم به پر دا لار شي

هر چې خدای پرې عنايت کا

چې ثابت پر طريقت شي

او طالب د حقيقيت کا

هر چې تن یې پاکيزه شي

ترو خاطر دې تصفيت کا

د ګمان مورچه دې واخلي

د خدای يا ددې مصقلت کا

هم دايم دې په ياد وسي

او پرهيز دې له غفلت کا

په خشکۍ او په ترۍ کې

که په ځای وي يا سيرت کا

بېهوده عمل دې پريږدي

ترو دې مينه په خلوت کا

له کل خلقه دې ګوښه شي

خاموشي دې په عذلت کا

د کامل دارو دغه دي

چې رنځور خاطر صحت کا

چې ګمان کاله زړه لرې

او ارواح یې تجليت کا

د ارواح تجلي داده

چې ديدن د معرفت کا

دی بې مثله پاک درياب دی

که د زړه په ديد نظرت کا

ترو چې روح د ده روښان شي

در څرګند به معرفت کا

عارفان دي پينځه لونه

چې مېرزا یې عبادت کا

او واجد سامع داصل دی

موحد چې مسکنت کا

د واجد فکر د غد دی

چې په هر لوري رويت کا

ابتدايې دی نه غواړي

نه اټکل د نهايت کا

چې يقين یې په درياب شي

او طالب یې د قربت کا

چې د خدای هستي وويني

په مخلوق دې شفقت کا

معشوقه چې حجاب واخلي

ترو عاشق دې نزديکت کا

اواز واړه له يوه دی

ګهې قهر ګاه رحمت کا

چې پر زمکه پر اسمان دي

د يوه مولی صفت کا

که بعيد پرې نه پوهيږي

شنا واړه په لغت کا

په هر صوت قريب پوهيږي

او سرود یې زيات لذت کا

عارفان به پرې خوښيږي

کم دليل ځنې وحشت کا

په اواز چې وپوهيږي

ترو منزل دې دوصلت کا

د ګمان نقاب دې واخلي

خپل وجود دې آخرت کا

او حساب به په ګناه شي

هغه ښه چې په فصلت کا

چې تر خپلې هستۍ تېر شي

پر يوه دې شهادت کا

چې پر شاه باندې شهيد شي

ګردن خلاص له امانت کا

هر واصل چې يګانه شي

ننداره به د وحدت کا

موحد خلاص دی له بندکپيه

او نه جرم جنايت کا

په يوه کې دويم نشته

نه زيات نه کمامت کا

د موحد ګناه دغه ده

چې عمل دی په دوه نيت کا

ترو له شوکه دې هتيات شي

هر کلام دې سلامت کا

يګانه له يوه يو دی

په خدايي خوي اقامت کا

د بندګۍ حدیې پوره شه

چې يقين یې تمامت کا

له غافلو دې ځان ژغوري

که ساتنه د خپل پت کا

او باقي به جاودان شي

چې نزول په سکونت کا

د مسيکن امر دغه دی

چې له خوا سته قرارت کا

د صورت صفت عذاب دی

او د روح په خوي عادت کا

دی لایق د بادشاهېيه

اوس به حکم په رعيت کا

ښه نعمت د عاملانو

چې عمل په تلاوت کا

دا مقام هر ګوره ګران دی

چې په خوي استقامت کا

مېرزا ښه خوي له پاکانو

که طالب یې آخذت کا