

میرزا حنان بارکزی
حياتي زما د
ځان اې تر ځان پر ما لذيذه
ته هستي د کل
جهان یې تر جهان پر ما لذيذه
و هر چا یې
رسېدلی هر چانه یې پېژندلی
د ايمان ځای
دې نيولی تر ايمان پر ما لذيذه
د جنت ديدن
به څه وي چې دا ستا ديدن یې نه وي
ستا آرزو مې زړګي
وړی ترجنان پر ما لذيذه
د جانان صفت
به څو کړم چې ته نه یې نور به سو کړم
تا بليل په
رنګ وبوکړم تر بوستان پر ما لذيذه
بوستان زړه
دعا بدانو ښه جنت د زاهدانو
او ديدن د بې
نشانو تر نشان پر ما لذيذه
ته بې مثله
بې پايان یې تحقق شوې بې پايان یې
په هستۍ تر
هر چا کان یې تر هرکان پر ما لذيذه
بيا ژوندون د
کل عالم یې د همه ژوندون يو دم یې
معرفت ددې
آدم یې تر عرفان پر ما لذیذه
د جمله
هستېيه کان یې رسېدلی ځان په ځان یې
چرې پټ چرې
عيان یې ترعيان پر ما لذيذه
يو آواز دی
په څوشانه دی محيط دی بې نشانه
بې نشان له
هره شانه ترهر شان پر ما لذيذه
بې نشان یې
په هر شان کې پسوپټ په عيان کې
ته معنی یې
په بيان کې تر بيان پر ما لذيذه
زه به څه
وايم له چانه يو صفت دی له وحدانه
مېرزا نه پایي
بې جانه اې تر جان پر ما لذيذه