...

میرزا حنان بارکزی

شيرين يار په خوب اوده مه شه تر ځنډه

چې نفس مې يې پرياد پورې دی کنډه

ښه ديدن یې حياتي دی پرې پايمه

په حجاب مې د ژوندون سیه شي لنډه

د آشنا بېلتون مې مرګ معنوي دی

لکه نپور د تازه کښت واله کړه خنډه

د هستېيه نوم به څو باندې باقي وي

د دریاب اوبه چې وګرځي له ډنډه

د صفات استوګه کله شي بې ذاته

يخ ږلېيه واوره نه پایي بې ټنډه

په هر وقت چې د تلاو اوبه شي کمې

پر ماهي باندې دا خپل  صورت شي پنډه

چې دا هسې باقي ځان درڅخه پاڅي

د فنا په ځوړ بد درومې لکه ګنډه

چې چراغ د معرفت پکې بل نه وي

دا صورت توره تياره خالي ګورنډه

په ظاهر صورت که هر څو ښایسته وي

کم دليل لکه بې باره اونه شنډه

په دا حال به نفس آشنا پوهيږي

چې په اور باندې اګرسيزي يا جنډه

ای مېرزا که غېر وجود له ميانه واخلې

د وحدت و ته څرګنده لار ده منډه