

میرزا حنان بارکزی
چې دا هسې نا
اميد شوې له مقصوده
د دې حال
حاصل دې تېرنه وبېهوده
د قديم چارې
چې دي هسې به تل وي
د اول قسمت
مې درومي تر خلو ده
د لولاک له
معنی ولې خبرنه شوې
د افلاک
وداني څه ګڼي مردوده
له جهانه
وخپل ځان وته نظر کړه
د وجود حيات
به وويني موجوده
ځان جهان مې
ديوه په هستۍ هست دی
بې يوه مې
دواړه کونه دي نابوده
په داهسې کور
څوک څه لره نازيږي
چې له ځکه له
ايرو دي ياله دوده
چې ابليس د
اور په اصل ښېوه وکړه
تکبر یې مغزي
مات کړله سجوده
د درست عمر
مشقت یې هبته شه
يو د کبر
زيان یې زيات له واړه سوده
تل خواري یې
په خوارۍ باندې زياتيږي
هر بنده چې
روي ګردان شي له معبوده
نادانانو
باقي سود له لاسه ووېست
د فاني خوښي
يو څو روځې معدوده
د دانا د
وړاندې لهو لعب څه دی
د هلک تر
فهمه سره لمبه کُوکُوده
ناتمام اهل
تر اوسه پکې سوزي
د غم اورچې
افروخته شوله نمروده
د اخلاص په
عالم ولې د خل نه کا
د معنۍ په
زور یې لاس دی له جنوره
مدام نغو ته
د ښېګړو سرمايه ده
د نېک خواه
نصیحت تل نغوږه مسعوده
د مېرزا چې د
اخلاص حلقه په غوږشوه
د اياز په
دود یې ذوق دی له محموده