...

میرزا حنان بارکزی

نن طلب کړه زما جنده

ښه طلب په ډېره تنده

ته ګدای د ولايت یې

شاه د دوو کونو مېرمنده

دواړه کونه د هغه دي

چې یې دا شهابيا مونده

د دوو کونو کېده کا

د قدرت په لاس یې ستنده

نباتات لري پر زمکه

ځای پر ځای واله کنده

شمس قمر د ده ډيوې دي

آسمان ګرځنده ميچنده

ګهې رڼا ګهې تياره شي

شپه یې تېره روځ یې نتده

لوی ارهټ پربله اوړي

د وحدت د لويه سنده

څوک حيات له مرګه غواړي

څوک څوک مرګ غواړي له ژونده

شاه له زهده زاهدي کا

خود ساقي له رندو رنده

چرې غم چرې ښادي شوه

چرې نږور شوه چرې بنده

څوک پېوند شو پړوکي پړوکي

څوک څوک وواته له ګنده

د مېرزا ذوق په فقيرۍ کړه

فقر ښه لويه لمنده