...

میرزا حنان بارکزی

خبر زده کړه دانشمنده

د دانش له سراينده

عارفان د نور ډيوې دي

زړه پرې بل کړه مستمنده

که دې دا چراغ روښان شه

پټ به نه وي بې څرګنده

نمر ختلی پر افلاک دی

دا ډيوه ترحد بلنده

چې یې دا ډيوه شوه بله

روح یې خلاص شه له هربنده

اصل بند یې ناپوهي ده

سر وکېښه له کمنده

کل حساب له يوه يو دی

يو یې وپېژاند له چنده

بنګړي هر څو رنګارنګ دي

زېب یې څه دی بې مړونده

په هېڅ دود به جدا نشي

که واصل شوې بې پېونده

عجب مرګ له مرګه غواړي

اور وروړه ترسپنده

ددې مرګ عجب تلخي ده

خوند یې رانيوه له قنده

ققنس هر څو مړې ايرې شه

ورک  به نه وسي تر انده

ذر د پلار په منزل راشه

اې د پاک صفي فرزنده

چې زنده شي له مرګه

غم پرې نشته بې اننده

د وحدت پياله دې نوش کړه

ای مېرزا په حال خورسنده