...

میرزا حنان بارکزی

ای په خوي د مؤمنانو سره ستوخه

په پندار کې خميره په مثال پوخه

لکه پياز څړه پوستونه سره نغښتی

لا بتر په تش رسمونو کې تربوخه

د انساف له اصله نسله خبر نه شوې

اوس د سرله لورې اوچ شوې لکه لوخه

پسو عمر بېهوده درځنې درومي

د مقصود طلب دې نه وکه شيوخه

له عادته عبارت لره نه درومي

په پاخه اتام کې اوم لکه شموخه

د دنيا په مينه څه رنګ فراغت يې

له باوره وګمان ته مستو سخه

کامل نمر د معرفت په جهان وخوت

بېهوده د خپل ګمان په ساړه څوخه

حق محيط له تاسره ترتاچوپېد دی

په درياب کې په ګمان اوچه کلونه

ته يو ځل که د باطن سترګې کړې روڼې

يو جمال دی لورپه لورو تاته موخه

د ګمان بلغم دې کلک په زړګي ونښت

ته يو ځله د باور پر زور وټوخه

که دوهم خيری وکاږې له غوږه

هر آواز درته ګواهي لي رخ له رخه

که دانا يې اشارت درلره بس دی

تردا زيات وتاته څه وايم مملوحه

ای مېرزا له يوه يو يګانه وایي

په وحدت کې د دويم وینا منسوخه