

میرزا حنان بارکزی
چې په زړه
نصيحت کېني له نصوحه
دم په دم به
بهره مومي له فتوحه
د باطن غېبه
ډيوه به یې شي بله
د رموز معنی
به بيا مومي مشروحه
د عارف نظر
تر دواړو کونو تېر دی
د توحيد
روښنایي زياته ده له يوحه
رسيده کامل د
دواړو کونو نمر دی
چې د دين د
دنيا چار ده پرې وضوحه
چې باور دې د
دانا په پوهه وشو
د ايمان تړلی
لاریې کړه مفتوحه
يو زمان به
له خوښيه خالي نشي
چې مدام یې
سريکار شي له صبوحه
فرعه هېڅ کله
بې آصله نه ياديږي
د مداح جدایي
نشته له ممدوحه
منکران یې د
طوفان په اوبو ډوب کړ
چې د دردنوحه
څرګنده شوه له نوحه
کار ديده به
درنځور په حال پوهيږي
ناز په ورو
روغو څه ده له مجروحه
په تلوار چې
لاس وپښې پر بل وهينه
د هستۍ قوت
به درومي له مذبوحه
د مېرزا
ژوندون په وصل د آشنا دی
د صورت
استوګه څوکيږي بې روحه