

اشرف خان هجري
زړونه غواړه البته د عاشقانُ
یا عاشق ربه څوک مه کړې د بتانُ
که د دې جهان دلبرې ورته پرېږدې
لاس به وکاږې ډېر سوی له حورانُ
څو خوبان یې چې رسته دي په مجلس کې
حاشیه یې لا زیبا کا تر ګلانُ
ډمان ولې دم بخود مګر کاڼه شول
په هر کنج د ریاض ووې بلبلانُ
د ګلونو بهار جوړ باده تیاره
نن قرار کله روا ی سرودیانُ
په هوس د بهار ګونګ طیر ګویا شو
تاسو ولې خلوت خوښ که زاهدانُ
تر هغه ساعت به سخت په دنیا نه وي
چې ژغ وکا جدايي په دوو یارانُ
لیده نشي چې په خون دې توره سره شي
هجره کړې ناسازې چارې په شیرانُ
بیا به کله سترګې وا د یار په مخ کړم
د دیدن ورونه بند کړه رقیبانُ
زه بنده په مسئله کې درمانده یم
التماس د جواب کړم له عالمانُ
چې په دا حسن دې مخ جونه پیدا کا
بیا یې ولې تن غزا کا د کرمانُ
اوس دې مټ په عیش کا په پیرۍ نشي
د هجري خټک پېغام دی په ځوانانُ