

میرزا حنان بارکزی
که خبر شې له
صاحبه
له دې حقيقي
مفتاحه
صورتونه یې
کشتۍ کړه
محبوبا پکې
ملاحه
نوی جنګ یې
تنسته کړه
څه غرض یې له
اصلاحه
لور په لور
تاوکي وولي
د ديو سترګو
له سماحه
له اوباله نه
ويريږي
خونريزي یې
کړه مباحه
چې په مرګ
معنوي ومړ
اوس ژوندی شه
بې ارواحه
د مېرزا رموزبه
ويني
چې خبر دي له
دې راحه