...

میرزا حنان بارکزی

په ژوندون که دې رضا ده بې لالچه

دغه صافه سينه خلاصه کړه له غمچه

په غفلت دې خاطر څه رنګه ځنګل شه

شېطاني وسوسې کنې سپږه رچه

نګران زړګي دې يو انديښني ډېرې

د ژوندون وعده دې لږه ډېره تچه

روحاني مېلمه عزيز دی ښه یې ګوره

د ملوک لايقت ته لري خمچه

بده طمعه د سترګ خوږي په دودښوري

ته په ښه توکل خلاص کړه دوي له لچه

دا شريرکبر بدل په کتهرۍ کړه

د غرور توره دې کېبا سه په نچه

په مثال د نرمې لښتي خميده شه

ته پخپله رضا سخته ګرمه وچه

د پينځو ګوتو عجب سره دعوی وه

چې په کهترۍ اقراره شوله کچه

د صورت په کمينۍ کې درجه ده

د نګين لايقت ورغې و خچه

په ظاهر کې د باطن وننداره وکړه

ديقين په اصل لوی په ګمان کچه

ای مېرزا ديګانګۍ لويي وګوره

چې شيرين عسل پېدا شينه له مچه