

میرزا حنان بارکزی
دانسته له
طرفه څه ملک الحاجه
وسکه خلاص
شوې په دنيا د دين له بابه
په همت دې دا
سفر په ځان اختيار کړ
اې د عام
توحيد داهل په سر تاجه
نوره طعمه د
دنيا له هيچا مه کړه
چې پر دين
خلقه تاوته محتاجه
ته دا ډېر
حاصل په لږه بها پلورې
چې تازه
سپرلی دې نشي بې رواجه
د څړه و ټې
ديدن درباندې فرض دی
د څښتن آشنایي
له ده له احتياجه
چې حاذق طبيب
حصور دی دارونه کړې
درپوهيږم رنځ
به تېر کړې له علاجه
لوی طبيب د
هر بيمار په حال پوهيږي
که ته ښه
واقفه نه يې له مزاجه
د مرشد نغوته
روښانه ده له روځې
د خپل خوي
تاريکي زياته ده له داجه
که درسم جامه
سپينه کړې به څه شي
د خوی رنګ دې
څرګنديږي له زجاجه
که خبر یې دا
وېنا راته ووايه
چې حضرت په
قدر راوړه له معراجه
واړه عېب و
هنر خپل پځپله ګوري
د مېرزا چراغ
روښان شه له سراجه