...

میرزا حنان بارکزی

دانسته له طرفه څه ملک الحاجه

وسکه خلاص شوې په دنيا د دين له بابه

په همت دې دا سفر په ځان اختيار کړ

اې د عام توحيد داهل په سر تاجه

نوره طعمه د دنيا له هيچا مه کړه

چې پر دين خلقه تاوته محتاجه

ته دا ډېر حاصل په لږه بها پلورې

چې تازه سپرلی دې نشي بې رواجه

د څړه و ټې ديدن درباندې فرض دی

د څښتن آشنایي له ده له احتياجه

چې حاذق طبيب حصور دی دارونه کړې

درپوهيږم رنځ به تېر کړې له علاجه

لوی طبيب د هر بيمار په حال پوهيږي

که ته ښه واقفه نه يې له مزاجه

د مرشد نغوته روښانه ده له روځې

د خپل خوي تاريکي زياته ده له داجه

که درسم جامه سپينه کړې به څه شي

د خوی رنګ دې څرګنديږي له زجاجه

که خبر یې دا وېنا راته ووايه

چې حضرت په قدر راوړه له معراجه

واړه عېب و هنر خپل پځپله ګوري

د مېرزا چراغ روښان شه له سراجه