...

میرزا حنان بارکزی

څه عجب و د عاقل د خاطر اوج

چې ختو و ته یې لار نه وه د عوج

دا منزل یې د صراط ترغاښي سخت و

ترو پسو پرې باندې وخوت د عشق فوج

د وحدت توده یې واخېسته له ميانه

پر کثرت یې نامه کېښوده د زوج

محبت یې يو بې حده لوی درياب دی

په لومړي اثر یې لاندې کاتس موج

ای ميرزا محيط ترهر چا رسيدلی

او ګنګا پر شمس آباد ځي پر قنوج