...

میرزا حنان بارکزی

په هستۍ کې مې ګمان و

بيا مې جود مونده اې غوثه

واړه بور زما نابود و

اوس مې بود مونده اې غوثه


دا وېنا به څوک باور کا

چې د زړه په پښو سفر کا

چې په دا لاره روان شه

د مقصود مونده اې غوثه


مقصود يو دی که يې وينې

دا يو زړه او ډېرې مينې

چې يې مينه حقيقي شوه

حق یې سود مونده اې غوثه


سور دغه دی که باور کړې

چې خپل خواست وکامل ورکړې

هم له دې فاني طلبه

د خاور مونده اې غوثه


تل باقي به هغه کس شي

چې په ښه خويونه بس شي

پسنده هنر دغه دی

چې محمود مونده اې غوثه


محمود ذوق کړله ايازه

د اياز زړه له رازه

د شاهد د اخلاص پوره شه

د مشهور مونده اې غوثه


د عارف زړګی شهيد دی

سېوری نه لري تجريد دی

اوس منصور يو له يوه وایي

ځان د حال په ژبه ستا یي

د رموز اسرار وګوره

چنګ وعود موند اې غوثه


کل صفت کاندي له حاله

د دې هسې حال د لاله

چې له مرګ پخوا ومري

ځان یې زور مونده اې غوثه


چې فاني خپله صفات کا

دوباره يې ځان حيات کا

دبد نفس علاج دغه دی

چې د اودموند ه اې غوثه


مقصود نه دی له چا ګوښې

مشرک ځان د وړاندې يښې

د مېرزا ګمان فاني شه

جود موجود مونده اې غوثه