

میرزا حنان بارکزی
د عشق درد دی
بې پايانه الغياث
بې علاجه بې
درمانه الغياث
دغه ګل هرګز
يې خاره چرته نه وي
آشنايي ده له
هجرانه الغياث
(يوه) شاه
(تنها) له خپله ځان خوښه
بې پرواه ده
دلستانه الغياث
د عشق دردبه
هغه نه ويني هېڅ کله
چې خبر نه وي
له ځانه الغیاث
د مېرزا
فرياد (همېش) وي دغه (واوره)
چې مقصود یې
بې نشانه الغياث