...

میرزا حنان بارکزی

ای د دين په ښایسته چارو کې لټه

د معنی په فهم کم په صورت غټه

په ظاهر جامه فقير په خوي بخيل یې

لکه نغښتي په ايرو تازه سکروټه

څو دلې درياضت په تاو پوخ نه شي

د حجيم پر بټ به ستړی شي له نټه

بندګي چې ته په رسم په ريا کړې

خپل عادت څه عبادت ګڼې چغمټه

ښه سړی سړي هوښ د پاره ښه دی

نه ناپوه  چې خپسر لوی ګڼي په خټه

په څړه لاره څړه تېديدل ګران دي

په داهسې لار به څه وړي درنه څټه

پسو خوښ په حېوانۍ کې فراغت یې

خدای دې واخله د پنجاب نادانه جټه

دا پينځم اصل دې هم پسې وغواړه

دا صورت يوه جامه په څلور پټه

روحاني محبوب که غواړې لرې مه ځه

په طلب ددې څلور عنصر له ګټه

همېشه تر دا څلور څادر د لاندې

يګانه محبوب له يار سره لټ پټه

د عارف چې د باطن سترګې بيناشوې

په هرڅه کې تل محبوب وينې پرګټه

د کثرت بازار یې روغ که لونه لونه

کل سودایې د عارف د زړه له هټه

د مېرزا کلام ثابت پر مقامات دی

لکه سم غشی د ښه استاد بې وټه