

میرزا حنان بارکزی
محبوب نه دی
له تا پټه
اې د ځان د
وړاندې خټه
ته پخپله خپل
حجاب شوې
د ګمان په
لار کې هټه
ته څرګند شوې
دا غایبه
ستا په څېر
ده کټه مټه
پاکيزه له شش
جهته
څړه مخ شوه
بې له څټه
که دا ووينې
نېک بخت يې
څو وځان ته
ګورې رټه
دا نه چرې
زرغونيږي
په خشکۍ کې
سخته مټه
چې به زمکه
تونه پرېوزي
يو ځل ورکه
شي ساپټه
بورا سپک په
ګاوګرځي
تر يار لاندې
شوې ګونګټه
لمبه زر تر
واښه پرېوزي
په زار سوځي
پېر ړه سټه
زړه ژوندی په
محبت دی
جی جی سوځي
بې لوهټه
د مېرزا شرط
د عشق بازېيه
پتنګ درست که
له ډيوټه