...

میرزا حنان بارکزی

شمعې وې عجب ولاړه له ما و څه ته

دا شيرين آشنا زما چې ډېر جهته

دغه يار زما معنی زه یې صورت وم

اوس بې ياره لکه تش بکس د پهته

دا زما وداني تل د ده په ذات وه

زه یې ښهر ښایسته وم دی مې مهته

د خپل يار صفت په کومه ژبه وايم

چې تر واړو خوږو و خوږ دی نوم یې شهته

زه مدام د يار په وصل قيمتي وم

د آشنا په پېوستون زما فهته

د هجران له درده او راباندې بل شه

په فراق کې مجال نه لرم دکهته

سوزنده ډيوه زما په سربليږي

چې پر تاو یې ويلی کېږم بيت بهته

له هستېيه د فناپه قدم درومي

دا وجود توره تياره د ځان کهته

نه فرياد ياد کړم په رستور د مظلومانو

نه ښېوه د خپل هنر کړم په داسهته

د اور پښتي په دود نه حغلم رڼا ته

نه د تاو په هېبت تښتمه له دهته

ای مېرزا په حقيقت پوښتنه وکړه

چې له کومه ملکه تله شي چرته رهته