

میرزا حنان بارکزی
پتنګ پټ په
رموز وويل و شام ته
چې زه ستا
کرشمو دروستم و دام ته
لکه تا دعشق
لمبه په تندي کېښوه
د خاصانو لار
دې وښوده وعام ته
خلوتيان دې
وبازار و ته وخواره کړه
د حجرې روښنایي
وخته و بام ته
ومشتاق ته دې
د لرې جلوه وکړه
د پوخوالي
خوند دې وستايه وخام ته
و بل اور وته
یې هسې رنګ رجوع شو
لکه مخ زړه
تسيلم که و آضام ته
په اختيار د
محبت پر لمبه پرېوت
دا نيمکړی
ذات یې ور وړو تمام ته
د آزاد تامه
پرده باندې صحيح شوه
د صورت له
کفره ووت واسلام ته
يخ ګمان د
معرفت په نمر شو ويلی
له وقتي
راحته داغ و دوام ته
تل هوس یې په
هوس باندې زياتيږي
د تشويش له
ملکه تېر شه و آرام ته
بېچاره عاشق
پرې سوځي عشق ناردی
تا پر څه
خپسر نيولی و نا کام ته
پاکيزه د
عارفانو په زړه پرېشت
د مېرزا په
نظر ځير ګوره و جام ته