

میرزا حنان بارکزی
خبر زده کړه
نن د وخته
د ايمان له
باقي رخته
د حاصلو وقت
دې دادی
له ياري دې
شي له بخته
د دنيا وفاني
نشته
په طالب هر
ګوره سخته
د قارون
ګنجونه څه شو
سلېمان پاڅيد
له تخته
په صراط به
څه رنګ درومې
اوس حېران
شوې و برزخته
د آهار غرمه
پسې ده
تکيه څو نسې
و يخته
هر څو لوړه
شوه غوټېيه
په هوا باندې
ده څخة
ته د چا په
هستۍ هست یې
فهم وکړه و
نفخته
مېرزا واوره
آوازونه
واړه در وړې
يک لخته