

میرزا حنان بارکزی
زه به څه
وايم و تا ته
اې زما په دم
حياته
زه مدام له
تاسره يم
لور په لور
ګورې وچاته
په غفلت یې
له ما لرې
انديښنې څکوې
پراته
د صورت معنی
نه وينې
ته یې بُت له
سومناته
په بد خوي تر
حېوان کم یې
په بزرګۍ تر
فرښتو زياته
تر ښه مرګ و
تانزدې يم
ته په زړه نه
ګورې راته
د ګمان په
ساړه يخ یې
خوی دې بيل
شه له مرآته
زه دې هر څو
پورته بولم
ته بتر درومې
په کښاته
ګمان جال
درباندې پرېوت
ته پرې بيل
له خپله جاته
غېر وجود له
ميانه واخله
ايمان خلاص
کړه له زکاته
ته فاني خپله
هستي کړه
صفات ورک ګڼه
بې ذاته
يو وحدت دی
تجلتي کا
که را ووځې
له قناته
وجود شرک دی
ته پرې سوځې
يو ځل ووځه
و فنا ته
ته زما په
روح ژوندی يې
اې پخپل ګمان
امواته
د مېرزا ګمان
فاني شه
اوس په ما
ګوري و ما ته