...

میرزا حنان بارکزی

له دې خپله حاله څه وايم و چا ته

چې د زړه مينه له چاده پر چا زياته

دا زما محبت واړه پخپل يار شه

اوس د يار محبت و جاروت وماته

له دې خپلې رضا هسې رنګ فاني شوم

چې نفي معنی مې راوړه تر اثباته

کل ذرې مې ونظر ته آهينې شوې

په هر څه کې يو آشنا وينم مخ راته

مهتر خضر و ما هسې اوبه راکړې

د سکندر ملکونه وينم بې مرآته

چې ګمان د کوه طور په لمبه وسه

د ارنی ناره یې اورم و موسی ته

په هستۍ کې د نېستيه معنی وينم

يو باقي مخ یې څرګند که وفنا ته

دا بې مثله زړه مې جام لکه د جم شه

پکې وينم اووه زمکې سما واته

د ګمان د ويي مې لرې کړه له ميانه

له فاني منزله راغلم وبقا ته

کل صفات مې د صفات په خوي کې پريښو

او د ذات اصل مې ورغ تر ذاته

پر مسکين د مستحق حکم نه ويني

دا فقير مېرزا یې خلاص که له زکاته