...

میرزا حنان بارکزی

شاه تر تا نزدې و تا ته

بل رخ مه درومه بې راته

و هر لور و ته چې ګورم

دا حضوره ده مخ راته

نه څرګنده ده نه پټه

نه یې مينه شي پرې ماته

کل عالم یط په نظر کې

دا هم بې روحه حياته

که په دا ديدن دې زړه دی

حقاني مينه کړه زياته

باقي مينه حقيقي ده

صحبت مه کړه له امواته

د حرص څانګونه مات کړه

مخالف شو وهوا ته

په قضا د خدای صابر شه

راضي وسه د قضا ته

چې په کړه یې راضې نه شې

ترو امېد لرې وچاته

که په دا دې باور شي

حديث راوړه له اېاته

د مېرزا عمل دغه دی

چې له ما وایي و ما ته