

میرزا حنان بارکزی
هر طالب چې
نقد يوړو تر صراپه
ناسره مهر یې
وپېژاند له صاپه
تر ظاهر هر یې
و باطن ته نظر پرېوت
خلقه یې په
څړه ديدن کړه ماپه
ځنې ځنې د غفلت
په خوب اوده دي
(او) ډېر ډېر
یې دګمان په مرګ خراپه
مرده ګانو
څخه عقل علم نشته
پر اودو
باندې يې غږ وکه ناڅاپه
چې دا هسې
شان آواز یط په غوږ کېون
سامع زړګي يې
درست خلاص که له پاپه
د دانا نصحيت
هسې رنګ دارو دي
چې ضعيف نراج
یې وجاروېست له تاپه
معرفت د ولي
وکرامت دی
دا ښېوه نه
پر رياشي نه پر لاپه
واړه ملک د
ملکوت ورڅرګنديږي
چې خبر شي د
توحيد له لويه چاپه
د بېټا اسم
به هله پر کمال شي
چې د ښو په
کرتوت ورېشي ترباپه
که ريښتني
اختيار يو انديبنې ډېرې
اس يکرنګ
نېلی خوښيږي له پخاپه
ای مېرزا قدم
د پيرپه قدم کېږده
پر غلطه
لارسودنه وي بې له ټاپه