...

میرزا حنان بارکزی

غافل مه شه د دې دور له آشوبه

دا شريف عقل دې پاڅوه له خوبه

که په نفس آماده دې بری بيا موند

ستا نزدې فتحه ده ده لويه سويه

په زارۍ په عاجزۍ یې غلط مه شه

هر ځو سر پورته کوي باندي یې کوبه

ته فرصت د پاڅيدو وده ورمه کړه

په وينا که ډېر ډېر وایي توبه توبه

له اوبه په خلقت وتا نزدې دی

لکه ګل اوخار چې وي له يوه چوبه

که اختيار دې د ديدن په تزکيه شي

د کوشيش په اور یې اوح کړه له تلوبه

د صورت په ډنګرۍ د زړه صافي ده

په څريښت به یې زياته نه کړې بې شروبه

د مردانو کار له نفسه سره جنګ دی

د هلک په دور یې مه غواړه په لوبه

په نيمګري طلب څه لره نازيږې

چې له غره ورتلی نشي تر سړوبه

د وحدت په درياب واړه جهان ډوب دی

د کثرت قافله نه شوه پرې خړوبه

ای مېرزا د جاهلانو په دود مه شه

چې په هسې طلب ننګ کاله خاک روبه