

میرزا حنان بارکزی
نبسي چې مدد
غواړي له نسه
د نسب مدر و
نغوته له سببه
په حيات چې د
نېکانو نغوته نه کا
په آخربه نا
اُمېد شي له حسبه
کم دليل تر
نا بيناو لابتر دی
چې د روځې
قدرنه ويني له شبه
ځکه ډېر سړي
ياد شوي په هبح دي
چې غافل پر
ځای ولاړدی بې طلبه
خود پرست له
خپله ذاته خبریه شو
د غنم مستي
شوه زياته له عنبه
نصحيت د مرده
ګانو لايق نه دی
و اوده ته
وېلی نشي له ادبه
په ظاهر صورت
آدم په شماره ډېر دي
د معنی
ميرراث یې نشته بې لقبه
د مولا د نزد
پېکيه خبر نه دي
بې اوبو
دژوندون طمع کاله کبه
خلق واړه د
خالق په هستۍ هست دي
د صفات جامه
په ذات ده مرتبه
د مېرزا ته د
ګويا په ژبه وایي
دا پښتو وينا
راغلې له عربه