...

میرزا حنان بارکزی

دغه کک ويل حبابه

د اوبو پر مخ کريابه

که مدام پکې جاروځې

څوک دې نه وړي له ګردابه

د هيچا غرض ورنشته

واړه چار دې بې صوابه

چې راتله دې په تعجيل دي

هسې رومې له شتابه

غوټۍ وويل اې ککه

ته د اوبو یې له حجابه

له مقصوده خبر نه شوې

کل ګفتار دې بې حسابه

په غفلت دې عمر تېر کړه

لا بيدار ته يې له خوابه

که ته ځان وته نظر کړې

پرورش دې دی له آبه

ته د نوح پسر په زړه کړه

پسو بيل غوله اصحابه

د درياب قدر دې نه زده

سوز دې برخه شه کذابه

چې د اور طلب ګار درشي

زر دې يوسي بې ځوابه

آتش درست په تابليږي

په تا غوښې شي کبابه

که دانا یې ځواب راکړه

ستا نصيب دی څو عذابه

د مېرزا کلام رموز دی

چې معنی يې په څو بابه