...

میرزا حنان بارکزی

چې امېد په دروغژنه مکاره کا

په دا هيڅ هنر به هر څوک انګاره کا

د نادانو ناداني تر فهم د عقل

چې په سخت اهاړ واو رومناره کا

وداني یې مشقت پرې زهيريږي

وېراني یې نوی غم پرې دوباره کا

هر سړی چې له دنيا و فایي غواړي

بې عقلي به یې ډېر غمونه اجاره کا

سعد و خس په کرده پورې تړلي

کم دليل د چار قياس په ستاره کا

زه عجب يم دغه هسې رنګ عالم ته

چې امېد یې د حباب په نواره کا

يوه روځ به درياب موج وهي پربله

په تعجيل به د حباب جامه پاره کا

سالکان چې دا روانې اوبه ګوري

په دا تله کې د خپل عمر ننداره کا

مسافر به له خواږه خوبه بېدار شي

چې سحر جوس د تلو په وخت ناره کا

دا ناياني د خپل مطلب په طلب کوږي

حپوانان زېرمه دنما ستې د چاره کا

ذاکران چې د غفلت له خوبه ويښ شو

(روي) د نفس و چلېده ته نظاره کا

د فقير خوښي له سازه له کتابه

امراء به یې په توغ په نغاره کا

هغه ملک به له خلله نه خلاصيږي

چې لښکر یې لوامه او اماره کا

که اشنا د نا آشنا خبرې نغوږي

اشنايان به خپلې چارې آواره کا

چې فرمان د زور ور ورباندې وشي

د مېرزا قوت له کومه څه چاره کا