...

میرزا حنان بارکزی

چې سجود یې وينا ته د خليل کا

د اخلاص سجده دې عېنې پر جليل کا

اول عقل دې چراغ درسره واخله

ترو رهبر دې ددې لارې خپل دليل  کا

له پرهيزه دې ترښه کاندي موجوده

ښه کاروان دې په مقصود پسې رحيل کا

ددې هسې لارې تګ څه اسان نه دی

پر احتياط احتياط دې يون پردا سبيل کا

دا ځانه دې د خاوند د پاره غواړي

عبادت دې دی د معرفت کفيل کا

له مجازه دې قدم په حقيقت ږدي

مدام يا ددې د ديدن وته وکيل کا

که په ځير یې د معنی وته وګوري

له يوه الفه څو علمه تحصيل کا

دا خفي ذکر دارو دي د رنځورو

د ذاکر له زړه به لرې کل عليل کا

دا ديدن د معرفت به یې روزي شي

دريا قميص که غرق په رور نيل کا

چې نه رنګ نه یې پايان شته او نه لوری

په باطن به ننداره ددې جميل کا

يو په يو به د هر چا په ژبه پوه شي

چې آشياء د حق ثنا پر بهم دزيل کا

له ړندو کڼو به څه وايمه عالمه

چې دا هسې نيامت شته خپسر ذليل کا

په هر چا کې خپله مينه زرغونيږي

چې شنوا په اواز خوښ کينه نخيل کا

دا قريب چې تر وصلته پورې داغ

له واصله به پوښتنه د سجيل کا

دا واصل چې له ګمان له خويه مرينه

په دا مرګ کې حرکت لکه قتيل کا

دا وصلت څه د استوګې مقام نه دی

ښه قاتل ددم په وياسته به تعجيل کا

دې مېرزا په عبادت کې مقصود بيا موند

چې ظاهر صورت بنده روح به اصيل کا