

میرزا حنان بارکزی
په رښتيا
مينه پر ګل باندې بلبل کا
چې په څو جفا
وخارته تحمل کا
کا عاشق یې
په رښتيا ترسره تېر شه
مسته شاه
سودا د سرو په بازل کا
چې قدم په
تېره خار بندي ځې ويارته
دا شهابه یې
له ځان سره واصل کا
او هاله به یې
د مراد تخم زرغون شي
چې د نيو په
اوبه وجود کهګل کا
له اوله یې
سبق وهر چا ورکه
بيا په خپل
اختيار هر څوک د ځان حاصل کړ
چې یې اوس
کړه آساني په ځان قبوله
په آخر به دا
انسان سفر مشکل کا
چې د خلقو
امير اوږد شه دنيا کې
دا قضا به یې
فاني عمل باطل کا
خو هر چا د
وړاندې کړی يو هنر دی
ترو نازک
خاطر و چا وته مايل کړ
نېک وبد واړه
غلي دي له خدايه
اوس د کړو
ملامت ولې پر يو بل کا
برخې ټولې په
قسمت ازلي شوې
په هر چا
باندې به خپل قسمت نازل کا
د دنيا
توانګرو پرېښودې ماڼېيه
چې مېرزا
عمارتونه په ويل کا