

میرزا حنان بارکزی
په هر تن کې
چې اميره شوه هوا
د هوا اسيرله
عقله بې نوا
چې په زړه
باندې چراغ د عقل نه وي
د نادانو
ناپوهي د ځان غوا
سړي زيات له
امرونهي خبر شوي
دانسته چارې
پسو کا ناروا
دغه زړه د
سړي ځای دی دکرنې
پرې کري ځنې
سموم ځنې دوا
دا رانده
خناس دهر اناس په قصددی
چې آدم یې
غلط کړی هم حوا
د بينا په
حضور چاري څه پټ نشي
لاس اوپښې یې
دي څلور عدل ګوا
هر عالم چې
په خپل علم عمل نه کا
په تحقيق له
جاهلانو دی سېوا
په روحانو کې
ناطق بللی شوی
چې سامع به یې
پوهيږي په نوا
حياتي د
صورتونو په ارواح ده
د لطيف ارواح
په څه کيږي قوا
دا غوټی رنګ یې
هوا په پورته واخېست
چې هوا ورڅخه
ولاړشي تشه خوا
ای مېرزا په
جمع زړه ترځان تېريږه
په لعنت د
تېرېدو معنی روا