

میرزا حنان بارکزی
پر دا صاف
صوفي جایزه ده سما
چې یې خاصه
بې ريا کا بې طما
اهل دل به د
صورت نومونه سو کا
چې مذکور شي
په هر اسم سما
دا ددين د
دنيا مينه يې فاني کړه
ځکه دواړه
لاس له تا څنډي له له ما
دا د دين د
دنيا مينه يې فاني کړه
ځکه دواړه
لاس له تا څنډي له ما
چې ترعرشه
ترکر سي يې نظر تېر شي
ترو حایيل به
يې نه ارض وي نه سما
عاقبت به د
آفتاب په مخ اوبه شي
يخ هر څو دي
د سړو په زور جما
په باور کې د
ګمان فکرونه نه شي
منافق وي جو
فروش ګندم نما
رنځوران چې له
طبيبه عېب نه غواړي
په علاج یې
کوشيش نه کا حکماء
ظاهري علم يو
جزو د هنر دی
ترو په کوم
دانش کامل شي علماء
دا سړي په
اصل واړه برابر دي
د لدون په
پوهه زيات دي قدما
مخلصان په
دواړه کونه يادشاهي کا
خاص له شر که
له ګمانه سلما
ای مېرزا
ښېګره پته کړه له بدو
بيا پر ځای
چې ښه ياران وي فدما