...

میرزا حنان بارکزی

يو عجب عزت به بيا مومي علا

چې طلب کړي د باطن له فضلا

يو په يوبه وفايي ځنې بيا مومي

هر چې وسي مما کانوا عملا

د کامل د تلقين هېسې رنګ تاثير دی

چې نابودو غېر یې محوه شي په لا

د خناس له وسوسې به يې زړه خلاص شي

چې دا يم په ذکر فکر شي ملا

په نفي به له کل غېرو پاکيزه شي

چې اثبات په الاالله کا تولا

عرش الله و هسې زړونو ته ویيل شي

چې مدام د معرفت په نور جلا

د صورت داهل فهم نه رسيږي

چې څرګند له غېبه وایي اطلا

هر زمان به یې پر لوح محفوظ ويني

قام په قام قالوا بلی اوهم بلا

ځنې شوق او ذوق په ښه ديدن کا

څوک د حرص په عقارب دي مبتلا

ظاهر بين عالم به څه رنګه باور کا

چې پروور به اوبه دورمي بدلا

د مېرزا خبرې واړه لاس په لاس دي

چې (دا) هورې دوریې غواړي جهلا