

میرزا حنان بارکزی
چې موجود ده تر ثريا دی تاثرا
د تښتن له
حکمه نه دی ماورا
له وحدته د
کثرت په ننداره شه
محبت یې تر
ميان راوړه ماجرا
د لاهوت په
تنها يېيه قراري ده
د ناسوت په
بازار غږ د چون چرا
عجب تن په تن
یې خپله تماشه ده
په هر لوري د
ده بيع هم شرا
اننی معکما یې
اشارت دی
ته نظر په
اسمع وکړه د اری
د خالق په
خلاقت تفاوت نشته
دا چې فارجع
البصر هل تری
په رضا يې
واړه چارې پوره کيږي
هر صورت یې
نوی نوی اخترا
دغه اسم
الاعظم جامع الاسما دی
که دانا یې
په دا لوی مصدر درا
که دې مينه د
قرار په قرارۍ شي
له هر څه
لوري وده وته برا
د هزار حساب یې
رواړه تر الفه
يو الف دی په
الوف حساب غرا
ای مېرزا
خبره پته په رموز کړه
د رموز معنی
څرګنده من يرا