...

میرزا حنان بارکزی

دا ګويا هُدهد چې راغی له سبا

ومشتاقو وته يې ووي له هبا

ده عجب د حال په ژبه ځواب ورکه

راشه راشه بلې بلې مرحبا

کل جهان له محبته پېدا شوی

دا ريښينی عشق د کل جهان اًبا

د احد يګانګۍ کې دويي نشته

د ګمان په حجاب بيل شو غربا

له اشرا که و شرکت شومي پېدا شوه

ځکه ياد په عقارب دي اقربا

(دې) يعقوب وير د يوسف پر پېرهن که

چې حاسد وروڼه يي نه کاندي قبا

د توحيد په آمنيت یې باور نه که

د مشرک په ايمان کېښو ته وبا

هر چې مغز د اخلاص ورسره نه وي

د تش رسم چارې واړه دي تبا

د غافلو نا پوهي توره تياره شوه

د عارفو فهم سپين لکه صبا

يو بې مثله مخ د زړه په سترګو ګوري

د معنی رڼا آشنا وي عجبا

ای مېرزا په مرد وزن آمر داغه دی

چې پر قصد د فهي نشي تقربا