

اشرف خان هجري
د ګردون له کږو کله په دا غم یم
د صنم له هجره سم د غم په یم یم
ظاهري بدن مې دور د زړه په یادو
دم په دم سم د صنم سره همدم یم
اه فغان مې ځکه تل د ژبې مله وي
چې همدم د هم و غم یار د الم یم
مرتبه مې د عشق یار ته برهنه ده
په دا فن تر ادم همقدم قدم یم
د یار وصل مې په خوب برایه ولید
ماوسم په دا نعم سهم د جم یم
څه به بله تمنا کړم بې وصاله
چې خدم د متاع نه نه د درم یم
زه هجري د بیلتانه له ډېره غمه
د زړه سر په اره تم لکه قلم یم