...

میرزا حنان بارکزی

څو صفت کړم د دلدارو له وفا

دا دلدار په وفادارو کې اوفا

د باور په بازار سم راغی رپښتينی

په تحقيق دی امتي د مصطفی

په ظاهر باطن له نهي جار وتلی

يوه شها مرجلي کا هم خقا

په بندګۍ به نه نازيږي بې اخلاصه

په قدرت به یې نظر وي پرعفا

بې ديدنه فراغت ورباندې نشته

په طلب که ويره نه کا له جفا

امانت به امانت ترځايه وړي

کدورت به یې بدل شي په صفا

سخاوت به یې د بخل پرځای کېښني

چې غفب یې شي په حلم انطفا

دعارف زړګی په مثل آیينه شه

ددې بدګمان له زنګه مصفا

د نفاق د اهل برخه ريايي ده

د اخلاص اهل ښېګړه کا اخفا

د هر چا تر فهمه خپل هنر هنر دی

په هر چا دي خپلې چاری اکتفا

په مېرزا د کاملا نو نظر وشه

چې ايمان یې په دليل مرمي شفا