

میرزا حنان بارکزی
ابتدا شوه په
پښتو د حق ثنا
ښه ثنا په
عنايت د ربنا
که توفیق د
کننده یې رفيق نه وي
د باقي تعريف
پسو وایي فنا
ټول حباب چې
له دريابه سره خورشه
عجب ږغ شه
ربنا ا فتح بيننا
لام الف
دواړه خلقو هستي يو ده
بيا دا يو
يګانه نون شه د لنا
دا فاني چې د
فنا د ملکه وېښ
ترو باقي شو
د فاني معني انا
دده امر په
هر چا کې جاري شوی
په محيط
درياب کې ذوق کابې شنا
دا د فقر حال
یې ورغی تر فخر
په تمام عالم
یې برق دی د ثنا
ښه باران یې
د رحمت پراهل ووري
رسيده عقل
برېښنا د عشق تنا
کل اشياء د
ده له ذوقه شو رقاصه
په هر لورې
يو آواز دتن تنا
کم دليل د
زړه په سترګو نابينا دی
درست په شرک کې
(دی) پسو يهدو ننا
ای مېرزا
ګمان له لرې کړې له ميانه
بې ګمانه زه
هم ستايم ته لنا