

میرزا حنان بارکزی
ی (دا) يو
شاه شجاع دی
په هر لوړ
څړه شعاع دی
د کثرت لبای یې
واغوست
راڅرګند په
څو انواع دی
يو نحاس یې
سرا نجام که
هم دلال شه
هم تاع دی
يو عجب سرود یې
واخيست
نن آهنګ یې
په سماع دی
که بعيد پرې
نه پوهيږي
چې قريب په
استماع دی
حتسب پسې شا
کا
څه پرواه يې
له مناع دی
اوس له عشقه
هم پياله شه
د توبې رفيق
وداع دی
حقيقي جرعه
ورڅخه
په خمار کې
يې نفاع دی
د ساقي د
پيالۍ نوش کړه
پر دنيا دې
څه نزاع دی
له هيچا يې
خپلوي نشته
د جهان دغه
اوضاع دی
د مېرزا وېنا
نه آوري
نور حجت یې
انقطاع دی