...

میرزا حنان بارکزی

الف اول هم اخر دی

هم باطن اوهم ظاهر دی

واړه کړه يې په رضا شي

هم په هره چار قادر دی

دی شنوا په کل غوږونو

هم په هره خوله ذاکر دی

او ژوندون د کل هستيو

هم بيتا په هر نظر دی

له وحدته يې دا کوچ که

نن یې زړه په مهند دی

امانت وری یې روغ که

و انسان ته یې خاطر دی

چې اصله خبرنه وي

د هغه خوي د قچر دی

امانت د څښتن ورکړه

لوی تاوان د زور آور دی

د مېرزا اختيار یې خپل که

خدای په هره چار قادر دی