

میرزا حنان بارکزی
لا وایي نفي
صورت یې
چې له حقه په
غفلت یې
د ناسوت په
بازار راغلې
کېوتلی په
محنت یې
حقيقي اصل نه
ويني
په مجاز کې
فراغت یې
نن الايعبدون
شه
که مشتاق د
معرفت یې
د کامل طلب
دې بويه
له طريقه يې
غلت یې
له ديدنه
بېنوا شوې
ته هر ګوره
کم همت یې
هېڅ اثر دې
په زړه نه شي
لا تراوسه
سلامت یې
د هوا نغو ته
دې وکړه
اوس وتلې له
جنت یې
(دا) ظالم
جاهل دې نوم شه
ته برده د
امانت یې
د ګمان وری
دې واخيست
پسو پروت په
ضلالت
د مېرزا قدر
دې نه زده
له رښتيا و
په نفرت یې