

میرزا حنان بارکزی
ه هادي د
جهان میر دی
جام د جم د ده
ضمير دی
تر اعلی
اسفله پورې
دی په کل جهان
بصير دی
ورڅرګند واړه
اشياء دي
له صفيردی که
کبير دی
او مشکل یې
واړه حل شه
هر کلام یې
په تقدير دی
يو کېميا هنر
یې واخېست
کل حکمت یې
بې نظير دی
قناعت یې
خزانه که
نن یې رحم په
فقير دی
ارادت یې له
دروېشه
که بادشاه
باکه وزير دی
تر متاع د
دواړو کونو
عنايت د ده
کثير دی
(دا) لولاک د
ده وګوره
په کتاب
باندې تحرير دی
تجله يې په
هر لوري
د آفتاب به
دود منير دی
عاقلان یې
پرې نيولی
د مېرزا کلام
زنځير دی