...

میرزا حنان بارکزی

ن نفي پخپل ګمان یې

ته په خپل ګمان حېران یې

برګزيد یې مولا کړې

نن د دوو کونو سلطان یې

له وحدته يې راغلی

په کثرت باندې سامان یې

بد حجاب وشوې له ميانه

مبتلا یې په هجران یې

له لاهو ته مستغني شوې

کېوتلی په زندان یې

د غفلت پياله دې نوش کړه

په خمار کې سرګردان یې

انديښنې شوې پرتا ډېرې

بېهوده پسې پرېشان یې

نن اول نامه وغواړه

که په دې صورت انسان یې

د خپل ځان طلب نن وکړه

ته مرغه دلا مکان یې

که ګمان له ميانه واخلې

لوی تر زمکې تر آسمان یې

د مېرزا خبرې دروي

که ريښتنی بازرګان یې