...

میرزا حنان بارکزی

م مهدي روح الامين دی

خود راغلی مرسلين دی

د صورت سېوری یې نشته

دی خورشيد غوندې مبين دی

په وحدت کې يګانه شه

بې پروا له کفرو دين دی

د کثرت په بازار راغلی

په هر چا کې دی مکين دی

که طلب کړې به يې مومي

دی تر تا و تا قرين دی

هر چې دا ديدن یې وشه

نن شهيد اولين دی

اسرافيل چې برغو پوکا

بيا یې حد په اربعين دی

چې له مرګه پخوا ومري

دا ژوندون يې اخرين دی

د ګمان له چاه که ووت

پای تخت یې عليين دی

دا بهشت یې په رضا شي

اوس یې حکم پر سجين دی

دا د روح اصل له خدايه

د مېرزا صورت کمين دی