

اشرف خان هجري
ته له حاله خبر نه یې هجر دې زوړ کړم
په ستم یې د ځیګر په وینو موړ کړم
د ژوندون زراعت ورسېده ریژي
مزعفر سموم د یاد و لکه بوړ کړم
تر هر رنګ هجر بتر همه دروغ دی
که الم یې د ستم نسبت په کوړ کړم
د وصال سبزه په سترګو لیده نشي
د فرقت غمونو سر په هسې روړ کړم
په دهره د فراق دوه د قوت ملا شوه
پر حیه غوندې په ځای له غمه مروړ کړم
صیقلۍ د ګردون هسې مالش راکړ
چې یې لا تر آئینې منور جوړ کړم
د زړه سر مې سکه زد ستا په نامه شه
زه هجري د محبت له هر څه سوړ کړم