...

میرزا حنان بارکزی

ل له اهله به خبر شې

که پس رو د پيغمبر شې

چې اختيار یې کمينې کړې

په معني به منور شې

(دا) قارون به دې ګدا شي

که پاسبان د خپل ګوهر شې

حقيقي سفر دې بويه

چې په خپسر ديده ورشې

(او) مقصود به روزي نه کړي

که پر زمکه قلندر شې

که ګمان له زړه کړې لرې

په دوه کونه به سرور شې

که رښتيا پېر وي وکړي

د رښتينو به رهبر شې

له فردو سه به توبه کړې

بې پروا به له سقر شې

په رضا به دې چار کيږي

که محيط په بحرو برشې

د مېرزا غوندې ازاد یې

ګه فارغ له شور و شر شې