

میرزا حنان بارکزی
ک کريم په
خپل اخلاص دی
دا دستور یې
له مثاق دی
چې ساقي دوره
ګردان کا
د رندانو
اتفاق دی
ملامت یې بې
قياسه
ښه لذت یې
پرمذاق دی
چې له شاه
سره آشنا شه
شهره شوی په آفاق
دی
له غافله
مستغني شه
عنايت یې پر
مشتاق دی
د محبوب د
زلفو بحث
ښه ديدن یې
استحقاق دی
چې الا
يعبدون شه
په مجلس کې د
عشاق دی
چې ديدن یې
روزي نه شه
ګرفتار دی په
فراق دی
چې مشقت یې
په ريا کړ
په طلب کې یې
نفاق دی
په ګمان ځنې
غلط يې
ستا په زړه کې
يې اطاق دی
هر کلام له
حقيقته
مېرزا کښلی
پر اوراق دی