

میرزا حنان بارکزی
ف فاني د تن
صفت دی
بې وفا رسم
عادت دی
نن یې غواړه
په وجود کې
د خدای
څولونه عزت دی
حياتي یې بې
نقصانه
په کلام کې یې
نعمت ذی
يو یې علم
کدني دی
هم توانا په
خپل قدرت دی
دی شنوا په
کل غوږونو
په ديدن کې
يې لذت دی
مستغني شه له
مخلوقه
هم د ده کل
ارادت دی
ډېر کوشيش دې
پسې بويه
دغه يافت په
مشقت دی
چې له حقه
خبر نه وي
هم ژوندون یې
معصيت دی
پر سړي باندې
يې اېښی
اووه لونه
امانت دی
که صورت پکې
فاني کړي
مستقيم د
معرفت دی
داخپل ځان
پخپله ستایي
په مېرزا یې
عنايت دی